ملګري ملتونه: په افغانستان کې وروستۍ پېښې یو بشري ناورین دی
ملګرو ملتونو بي بي سي ته ویلي په افغانستان کې وروستۍ پېښې یو بشري افت یا ناورین دی. د افغانستان سم نیمايي خلک بېړنیو مرستو ته اړ دي او په کافي اندازه پیسه نشته چې اړتیاوې یې پوره شي.
د هېواد په لروبر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړې روانې دي او په دې وروستیو څو ورځو کې یې ډېر زور اخیستی دی.
دا له هغه وروسته چې له افغانستانه د ټولو نړیوالو سرتېرو د وتو اعلان وشو.
بي بي سي په شمال کې د کندوز ستراتیژيک ښار ته تللې وه.
د دغه ولایت له مرکز پرته ډېرې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي. ملګري ملتونه وايي په تېره یوه میاشت کې همدغلته ۳۵ زره خلک بې کوره شوي او مرکز ته ورغلي. یوګیتا لېمایې رپوټ لري.