فضا ته د بريتانوي ميلياردر سفر

بریتانیایی میلیاردر سر رېچرډ برنسن فضا ته الوزي. دغه سوداګر او د وېرجن ګلاټېک عمله به یې له نیو مکسیکو والوزي.

لومړی اټکل و چې دا پرواز د جي اېم ټي پر یوه بجه وشي خو وروسته د ناسمې هوا له امله وځنډول شو. تر دې نهه ورځې وړاندې یوه بل میلیاردر، امریکايي جېف بېزاس چې د امازان شرکت بنسټ ایښودونکی دی هم اعلان وکړ چې فضا ته سفر کوي.