کلیواله رادیو د واکسین په اړه شکونه لرې کوي

د ویډیو تشریح، کلیواله رادیو د واکسین په اړه شکونه لرې کوي

میوت راډیو، چې یوه سیمه ییزه راډیو ده، د وبا له پیل راهیسې د هاریانا سیمې په لرې پرته برخه نوح (پخوانی میوت) کې د کوویډ-۱۹ په تړاو د پوهاوي ورکولو په لومړۍ کرښه کې ده.

سږ کال، د دوی تمرکز د واکسینو په اړه دی او دوی اوس په دغه سیمه کې د پرتو کلیوالو ټولنو په منځ کې د واکسین په اړه د شکونو په راکمولو کې مرسته کوي. زموږ خبریال پیوش نګپال د دغه راډیو د ادارې او په کلیو کې د هغوی د پوهاوي پروګرام له لیدو وروسته دغه راپور رالیږلی دی.