د "هم کلا ده هم بلا" لړۍ؛ خندا او کومېډي په ژوند او ټولنه کې څه ونډه لري؟
په دې رپوټ کې پر کومېډي یا خندوونکې نندارې غږېږو چې یوه ډېره پېژندل شوې بڼه یې په انګرېزي کې Stand up comedy یا په ولاړه-کومېډي بلله کېږي او وړاندې کوونکی یې کتونکو ته ژوندۍ ترسره کوي.
په افغانانو کې هم دې ته ورته نندارې شته، خو د محتوا له پلوه ښايي توپیر ولري.
په ولاړه-کومیډي نن سبا په ټوله نړۍ کې ګڼ مینه وال لري، ځکه نه یوازې دا چې خلک خندوي، تبصرې یې پر سیاست، ټولنې او آن کورنیو اړیکو ډېر اغېز لري.
پاینده څرګند په نړۍ او افغانستان کې د کومېډي رول ته په دې رپوټ کې کتنه کړې.