"افغانستان کې کورونا وېروس نژدې له کنټروله وتلی"
د سره صلیب نړیوال فدراسیون او افغاني سره میاشت وايي، په افغانستان کې کورونا وېروس نژدې له کنټروله وتلی او د کړکېچ نقطې ته نژدې شوی دی. دغو دوو سازمانونو په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان روغتیایي نظام د کورونا وېروس د پراخېدو له امله له سخت ګواښ سره مخ دی.
د دوی په اعلامیه کې راغلي چې د کابل او ځينو نورو ولایتونو د روغتیايي مرکزونه د کورونا له ناروغانو ډک شوي او د اکسېجن له کمښت سره مخ دي. 57543007کابل کې زموږ همکارې نجما ځلا د افغانې سرې میاشتې له سرپرستې نیلاب مبارز سره مرکه کړې ده.