د ۹۱ کلن عکاس انځورونو ګانا ته نوی ژوند وربښلی
جېمس بارنور ۱۹۴۰ مو کلونو کې له هغه وروسته عکاسي پیل کړه چې یوه کوچنۍ کمره یې تر لاسه کړه. نوموړی د ګانا خپلواکۍ پر مهال د نړیوالو رسنیو لپاره دغه هېواد کې لومړنی عکاس و. دده هغه وخت ډېر یادیږي چې په خپل جیم کې یې د سوکوهونکي محمد علي تصویرونه واخیستل. اوس چې د نوموړي عمر ۹۱ کالو ته رسېږي په لندن کې د نوموړي هغه تصویرونه نندارې ته ایښي چې بریتانیا او ګانا کې یې اخیستي.