د مسلمانو ښځو د بورقې په اړه د بورېس جانسن څرګندونې 'نامناسبې' وبلل شوې

د عکس سرچینه، PA wire
یوه خپلواکه څېړنه ښيي چې د هغو ښځو په هکله چې بورقه یا بورکه اغوندي د بریتانیا لومړي وزیر څرګندونې داسې تاثر ورکوي چې 'محافظه کار ګوند د مسلمانې ټولنې په هکله حساسیتونو ته پام نه کوي. '
لومړي وزیر جانسن ۲۰۱۹ کال کې امر وکړ چې واکمن ګوند کې یې د تبعیضي چلن په تړاو د ګوند تعامل په هکله دې رپوټ ورکړل شي.
د پروفیسر سورن سینګ په مشرۍ یوې څېړنیزې ډلې ته دنده سپارل شوې وه، چې په ۲۰۱۵ کال کې د لګول شویو تورونو 'څرنګوالی او کچه ' معلومه کړي.
څېړنیزې ډلې په ۲۰۱۶ کال کې د لندن ښاروالۍ ته د کاندید زاک ګولډسمت پر هغو څرګندونو غور وکړ چې د ښاروالۍ ټاکنیز کمپاین پر مهال یې کړې او دغه راز یې د بورقه اغوستونکو ښځو په هکله د لومړي وزیر بوریس جانسن هغو څرګندونو ته هم کتنه کړې چې ویلي یې و، هغه ښځې چې بورقه اغوندي 'د پوست ډبو ' یا 'د بانک لوټمارو ' ته ورته ښکاري.
رپوټ کې ویل شوي، دغسې قضیې داسې تاثر ورکوي چې د ګوند یو شمېر مشرتابه غړي د مسلمانانو د ټولنو په هکله بې احساسه دي.
په رپوټ کې موندل شوې چې د مسلمانانو ضد نظر په شخصي او د ځايي انجمنونو په کچه شته، خو داسې کوم شواهد نه دي موندل شوي هغسې چې په شکایتونو کې یې ادعا کېده یانې 'په سیستماتیکه کچه نژادي تبعیض ' نه دی لیدل شوی.

د عکس سرچینه، PA
د څېړنې په هکله ښاغلي جانسن ویلي:
''څرګنده ده، زه د هر ډول نامناسبو څرګندونو په هکله متاسف یم. ایا زه به د ماضي کومه لیکنه کې کاروول شوې نامناسبه ژبه نن وکاروم؟ اوس چې زه لومړی وزیر یم، زه یې نه کاروم. ''
بل لور ته د ۲۰۱۶ کال ښاروالۍ کمپاین یادونې په لړ کې زاک ګولډسیمت چې اوس د 'لارډ ' حیثیت لري، د خپل کمپاین پلي کولو پر مهال کمزوری قضاوت مني، خو ''د مسلمانانو ضد احساسات درلودل یا د سیاسي ګټې لپاره د داسې احساساتو کارول '' په کلکه ردوي.
په محافظه کار ګوند کې د اسلامو فوبیا او تبعیض په هکله د پروفیسر سورن سینګ خپلواکه څېړنه کې ویل شوي، داسې ''څرګند شواهد '' شته چې د محافظه کار ګوند ''شکایتونو نظام ته له سره تر پایه بیا کتنې '' ته اړتیا شته.
د ګوند یو ویندوی په دې هکله وايي:
''ګوند په رپوټ کې پر وړاندې شویو وړاندیزونو غور کوي، موږ به وروسته غبرګون څرګند کړو. ''
د دغه رپوټ چمتو کولو امر په ۲۰۱۹ کال کې د محافظه کار ګوند پر یو شمېر غړو او استازو د اسلام ضد څرګندونو له تورونو وروسته وشو.








