په اسرائيلو کې له فلسطينيانو سره د پوليسو درې ورځنۍ شخړې
د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د بیت المقدس په تر ټولو حساسه سیمه کې بیا نښتې وشوې.
پولیسو د القصی جومات شاوخوا پر راټولو شویو خلکو غږیز لاسي بمونه او ربړي مرمۍ وورولې. د فلسطین سره مياشت وايي څه باندې ۱۸۰ کسان ژوبل شوي دي.
دا درېیمه شپه وه چې د فلسطینیانو او اسراییلي پولیسو ترمنځ نښتې کېږي. فلسطينيان له خپلو مېنو د کورنیو د ایستلو پر مساله غوسه دي.
د حالاتو کابو کولو لپاره د یهودو ملتپالو له یوه لاريون مخکې اسرائیلي پولیس بېلا بېلو سیمو ته لېږل شوي دي. القصی جومات ته نژدې، د یهودانو یوه سپېڅلي ځای ته د خلکو ورتګ باندې هم بندیز لګول شوی دی.