مالي کې سوله ساتي ځواکونه: د ملګرو ملتونو خطرناک ماموريت
په افغانستان او عراق کې له پوځي ښکېلتیا را وروسته د بریتانیا پوځ د افریقا په لوېدیځ مالي کې په ماموریت بوخت دی.
۳۰۰ بریتانیایي سرتېري د هغه ماموریت برخه ده چې ملګري ملتونه یې په نړۍ کې تر ټولو خطرناک بولي.
دا ماموریت اته کاله وړاندې پیل شوی دی او تر اوسه په کې د ملګرو ملتونو ۲۵۰ سرتېرو خپل ژوند بایللی دی.