د چرنوبېل اتومي کړکېچ: خلک څرنګه له وړانګو ځان ساتي

د اوکرايين چرنوبېل ۳۵ کاله مخکې د اپرېل پر ۲۶ مه، د نړۍ تر ټولو ناوړه اتومي ناورين سره مخامخ شو.

يوه ازموينه چې د انرژۍ بټۍ خونديتابه روښانولو لپاره ټاکل شوې وه، خرابه شوه او اور په کې بل شو، چې لس ورځې یې وړانګې خپرې کړې.

یوه مېرمن چې هغه مهال څلور کلنه وه اوس لسیزې وروسته بېرته د خپل وړکوالي کور په لټه د ناورین سیمې ته ورغلې ده.