بریتانیا کې د شهزاده فېلپ د جنازې ځانګړي مراسم ترسره شول

د عکس سرچینه، PA Media
په بریتانیا کې نن د ملکې الېزابت د مېړه شهزاده فېلپ د جنازې مراسم ځانګړو مراسمو سره ترسره شول. شهزاده فېلپ تېره اوونۍ د ۹۹ کالو په عمر مړ شو. د کورونا وبا له کبله د جنازې په مراسمو کې کم شمېر خلکو ګډون وکړ.
دې مراسمو کې له ملکې الېزابت سره د شهزاده فېلپ د وفادارۍ، ملت ته ته چوپړ او زړورتیا یادونه وشوه.
په وېنزر کلا کې مراسمو کې به د بریتانیا له سمندري ځواک سره د شهزاد فېلپ د تړاو باندې به هم خبرې وشوې.
په دې مراسمو کې د بریتانیا د وسلوالو ځواکونو ۷۳۰ افسران ګډون وکړ، خو په کلیسا کې دننه یوازې د دېرشو کسانو د راټولېدو اجازه ورکړل شوې وه.
د وېنزر کلا روحاني مشر د شهزاده فېلپ په اړه خپله وینا کې د هغه طبیعت کې مزاح، مهرباني او بشرپالنه یاده کړه.
د کورونا له کبله د کمو خلکو ګډون

د عکس سرچینه، Getty Images
بکېنګهم ماڼۍ وار د مخه ویلي وو، د کورونا وبا له کبله یې د جنازې په مراسمو کې بدلون راوستی او د معمول برعکس کم شمېر خلک پکې ګډون کوي.
مراسم په بشپړه توګه د وېنزر کلا کې دننه ترسره شول او عام ولس ته هم سپارښتنه شوې وه چې هلته ورنشي.
ګډونوالو ماسکونه اغوستي وو او خپلو منځو کې یې واټن ساتلی و، او ملکه الېزابت هم له نورو خلکو جلا او یوازې ناسته وه.
خو د مراسمو بڼه هغسې وه چې پخپله شهزاده فېلپ د ځان لپاره غوره کړې وه، او موسیقي هم د ده د خوښې وغږول شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جنازې په ګډونوالو کې هېچا هم پوځي یونیفارم نه و اغوستی، خو برعکس یې پر تور رنګه کورتیو مډالونه لګولي وو.
د ملکې الېزابت ترڅنګ په نورو ګډونوالو کې د دوی څلور اولادونه او اته لمسیان/ لمسیانې شامل وو، خو کړوسیان یې ګډون نه و کړی.
په نورو ګډونوال کې د ملکې الېزابت د خور، شهزادګۍ مارګرېټ اولادونه شامل وو. همدا راز د شهزاده فېلپ ۳ جرمنیان خپلوان هم ور بلل شوي وو.




