د انسان پر روغتیا به د کوویډ ۱۹ ناروغۍ اوږدمهاله اغېزې څه وي
د انسان پر روغتیا به د کوویډ ۱۹ ناروغۍ اوږدمهاله اغېزې څه وي؟ د همدې پوښتنې ځوابولو لپاره په بریتانیا کې یوه څېړنه روانه ده.
له کورونا وبا وړاندې لا د نیم میلیون کسانو جنیتیکي مالومات د بریتانیا د مالوماتو مرکز کې ثبت وو.
اوس دوی د زرګونو کسانو د سکنونو او ټلویزیوني معاینو مالومات په دقت څېړي، غواړي وګوري چې دغه وېروس به یې د بدن غړي څه ډول اغېزمن کړي وي.
تر لاسه شوي مالومات به بیا په نورو نړیوالو څېړنو کې هم کارول کېږي.