ولسمشر غني پاکستان ته: ریښتونې سولې ته راشئ

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا درېیم تقنیني کال اوولسمې کاري دورې پرانیستغونډه کې پاکستان ته په خطاب کې وویل، "واقعي سولې ته راشئ او راشئ دوه مستقل دولتونه او دوه مستقل ملتونه یو او بل ومنو. مثبتې لارې ته راشئ، دا پاکستان ته مهمترین فرصت دی چې د تېرو لسیزو سیاست بدل کړي او یو ازاد، مستقل او سرلوړی افغانستان ومني."

ښاغلي غني وویل، وسله والو طالبانو ته یې پیغام دا دی چې په هره برخه کې چې افغانان خپل ځان ونه ګوري، ثمر ته نه شي رسېدلی:

"هېڅوک په وېره او تهدید د افغانانو سر نه شي ټیټولی، تاسې به د افغانانو غږ اورئ، افغانان له جګړې نه ستړي دي. مګر د قبرستان سوله نه غواړي. نو خشونت پرېږدئ، له شعار نه تېر شئ او په عمل کې ثابته کړئ چې د واقعي سولې نیت لرئ. پر خپله ژمنه ودرېږئ او د مذاکراتو پر میز مثبتې نتیجې ته ورسېږئ".