ليبيا له پاڅون یوه لسيزه وروسته
لیبیا کې د معمر قذافي د حکومت له پرځېدو دا دی نژدې لس کاله واوښتل خو دغه هېواد کې لا هم حالات هماغسې ګډوډ دي.
له لسو کلونو راهېسې د ملیشو د دوو سیالیو ډلو تر منځ جګړه روانه ده او له ۲۰۱۴ کال راهېسې، واک او ځواک د دوو سیالیو حکومتونو په لاس کې دی.
یو یې چې نړېوال یې په رسمیت پېژني طرابلېس کې میشت دی او ترکیه یې ملاتړ کوي. د بل حکومت مرکز بن غازي کې دی روسیه، مصر او متحده عرب امارات یې ملاتړ کوي.
ملګري ملتونه هڅه کوي د یوه انتقالي حکومت له لارې دغه هېواد سره یو موټی کړي او د سږ کال وروستیو کې ټاکنو ته لار هواره کړي. خو لکه په دې رپوټ کې چې به یې وګورو هیلې ورته ډېرې لږې دي.