تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ايغور ښځې: د روزنې په کمپونو کې جنسي تېري کېږي
د هغو لومړيو څرګندونو له مخې چې بي بي سي ته رسېدلې، وايي د اويغوريانو لپاره د چين بيا روزنې په نامه کمپونو کې پر ښځو په سيسټماټيک او منظم ډول جنسي تېری کېږي.
خپلواکې ارزونې وايي دې پنډغالو کې له يوه ميليون ډېرې نارينه او ښځينه بندیان شوي خو چين ادعا کوي، ګنې دا د روزنې داسې مرکزونه دي، چې اويغوريان او نور مسلمان لږکي په کې له توندلارۍ اړوي.
د بي بي سي خبريال متيو هېل،له څو پخوانيو بنديانو او کارکوونکو سره خبرې کړې، چې ښايي د ځينو کیسې درته خواشينوونکې وي.