تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سويډن کې د کورونا وبا قربانيانو ته درناوی
سويډن يو له هغو کمو هېوادونو دی، چې په لويه کچه یې د بنديزونو له لګولو ډډه کړې او د ټولنيز واټن ساتلو لارې چارې یې نه دي پلې کړې.
دغه هېواد کې له ۵۶۶ زرو ډېر خلک په کورونا اخته شوي او نژدې ۱۲ زره وګړي يې ترې مړه شوي، چې د سکنډيناويا له نورو ګاونډيانو یې خورا ډېر دي.
يو سويډنی هنروال اوس په خپل کار، له کورونا واېرسه ځينو مړو شويو ته درناوی وړاندې کوي.