تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د لندن یوې محکمې امريکا ته د ویکي لیکس د بنسټ ایښودونکي جولين اسانج د استولو غوښتنه رد کړه
په لندن کې یوې محکمې پرېکړه کړې چې د ویکیلیکس بنسټ ایښودونکی جولین اسانج امریکا ته نشي سپارل کېدی، چې د سلګونو زرو پټو پوځي او دېپلوماتیکو اسنادو خپرولو په تړاو له قانوني چلند سره مخامخ شي.
قاضي ويلي د ځانوژنې یو ریښتینی خطر موجود دی. امریکا ادعا کوي چې د جولیان اسانج لخوا د پټو معلوماتو افشا کول چې په تاریخ کې تر ټولو ډېره لویه ورته پېښه وه، قانون مات کړی او د خلکو ژوند یې په خطر کې اچولی دی.