د امریکا د تاریخ "تر ټولو بې رحمه" قاتل- چې ښځې یې په سوکانو وژلې- مړ شو

لیټل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سمېول لیټل ویل له ۱۹۷۰ تر ۲۰۰۵ کال پورې یې ۹۳ ښځې وژلې دي

سېمول لیټل- چې د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې 'ایف بي ای' د دغه هېواد تاریخ کې "تر ټولو بې رحمه" او خونړی ځنځیري وژونکی باله - د ۸۰ کالو په عمر مړ شوی دی.

ویل کېږي لیټل چارشنبه پر خپل مرګ د کالیفورنیا یوه روغتون کې مړ شو.

هغه د دریو ښځو د وژلو په جرم پر عمري بند محکوم و، خو د بند موده کې یې ومنله چې له ۱۹۷۰ تر ۲۰۰۵ کال پورې یې ۹۳ ښځې وژلې دي.

چارواکي وايي هغه به د ټولنې زیانمنونکې مېرمنې، چې ډېرې یې تن پلورونکې(رنډۍ) او روږدې وې، په نښه کولې.

سېمول لیټل پخوانی مسلکي بوکسر و او ویل کېږي قرباني ښځې به یې تر زندۍ کولو وړاندې په سوکانو بې سده کولې.

د دې لپاره چې د هغه له خوا د وژل شویو مېرمنو پر تن د چړې یا مرمۍ په څېر د ټپونو نښې نه پاتې کېدې، نو د دغو ښځو مړینه به ناڅاپي او یا د ډېرو نشه يي توکو د کارېدو له کبله بلل کېده او تر ډېره چا نه پلټله.

ایف بي ای وايي د لیټل لخوا د ځینو وژل شویو مېرمنو جسدونه تر پایه ونه موندل شول.

لیټل

د عکس سرچینه، FBI

د عکس تشریح، ایف بي ای د سمېول لیټل لخوا کښل شوي انځورونه په دې هیله خپاره کړي که ګوندې څوک یې وپېژني

دې ادارې د ځینو میرمنو انځورونه هم خپاره کړي چې لیټل د بند پر مهال د هغوی پېژندنه کې د مرستې لپاره کښلي وو.

لیټل په ۲۰۱۲ کال کېنټاکي کې د نشه يي توکو په یوه قضیه کې تر نیول کېدو وروسته کالیفورنیا ته ولېږدول شو او هلته یې چارواکو 'ډي اېن اې' معاینات وکړل.

هغه وار له مخه له وسله والې غلا نیولې تر جنسي تیري د بېلابېلو جرمنو او تورونو اوږده مخینه درلوده.

د 'ډي اېن اې' ټېسټ د ۱۹۸۷ او ۱۹۸۹ کلونو ترمنځ لاس انجلس کې د وژنې دریو مرموزو پېښو سره د هغه تړاو ثابت کړ.

سېمول لیټل که څه هم له دغو وژنو انکار کاوه، خو محکمې درې ځله د عمر بند سزا ورته واوروله.