بریتانیا د کورونا ضد نوی واکسین تایید کړ
له کورونا وبا سره په مارزه کې، یو مهم پرمختګ، د بریتانیا درملو تنظیم او څار ادارې، په بېړنیو حالاتو کې د استفادې لپاره، د اسټرا زېنکا او اکسفورډ پوهنتون لخوا جوړ شوی واکسین تایید کړ. بریتانیا د اکسفورډ - اسټرازېنېکا سل میلیون ډوزه واکسین اخیستی دی. دا د دې هېواد ۵۰ میلیونو، یعنې ټولو بالغو کسانو ته کافي دی. د واکسینولو پروسه په نوي کال یعنې په څو ورځو کې پېلېږي. دا دویم واکسین دی چې په بریتانیا کې د استفادې لپاره اجازه ورکول کېږي. لومړی هغه د فایزر او باینټېک و چې د ډسمبر میاشت په سر کې تایید شو. ټول واکسیونونه د کورونا وبا د نویو بڼو په مقابل کې یو ډول اغېزمن دي. بل لور ته په بریتانیا کې د موندل شوې کورونا وبا نوې بڼې پېښې په پاکستان کې هم کشف شوې دي. په دې ناروغۍ اخته درې کسان له بریتانیا د پاکستان کراچۍ ښار ته تللي وو. په افغانستان کې هم چارواکي وايي د کورونا وبا د نوې بڼې په اړه اندېښمن دي او ځکه یې له خپلو خلکو غوښتي چې پاکستان او هند ته دې خپل سفرونه وځنډوي او له بهره افغانستان ته راتلوونکي افغانان باید د دې وېروس د منفي معایناتو سند ولري.