ټرمپ: یوه پوځي راته وویل د افغانستان ټاکنې تر امریکا ښې ترسره کېږي

.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، تر دې وړاندې افغان خواله رسنۍ کارنو به د امریکا او د افغانستان ټاکنو ترمنځ شباهت ته اشاره کوله، اوس پخپله ولسمشرټرمپ پرتله کړي.

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، ده ته یوه پوځي ویلي چې په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې د امریکا تر ۲۰۲۰ ټاکنو ښې ترسره کېږي.

ښاغلی ټرمپ چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې سږکال د دوهمې دورې لپاره نوماند و او تور لګوي چې د درغليو له امله دی نه دی بریالی شوی، په خپل ټویټ کې له داسې یوه پوځي نقل قول کوي چې د ده په وینا په افغانستان کې دنده ترسره کوي.

ولسمشر ټرمپ چې تر پخوا یې د منتخب ولسمشر جو بایډن ګټلو پر وړاندې دریځ نرم شوی، تراوسه ټینګار کوي چې "دغه ټاکنې د درغلیو شاهدې وې"، او وروستی ټویټ یې تر ټولو ښه بېلګه ده چې لیکي:

ټرمپ

د عکس سرچینه، Twitter

د عکس تشریح، د ښاغلي ټرمپ ټویټ

"یوه ځوان پوځي چې په افغانستان کې کار کوي راته وویل چې د امریکا ۲۰۲۰ کال ټاکنو پرتله په افغانستان کې ټاکنې خوندي او ښې ترسره کېږي. "

ښاغلی ټرمپ میلیونونه پوستي رایې 'فاسدې ' بولي او وايي "زموږ ټاکنې لکه د وروسته پاتې هېوادونو وې. جعلي ولسمشر! "

خو د ښاغلي ټرمپ ادعاوې د محکمې له خوا رد شوي او وروستیو کې د پنسلوانیا ایالت دریو قاضیانو وویل، د ټرمپ ټیم په ټاکنو کې د درغلیو په اړه هېڅ ادعا په اړه ثبوت نه دی وړاندې کړی او محکمې یې په دې ایالت کې پر جو بایډن د بریا د اعلانولو مخه نیولې او وړاندیز یې رد کړی دی.

د ادعاوو څېړونکې محکمې د ټرمپ د ټاکنیزې ډلې ادعاوې بې بنسټه بللې دي.

کله چې د امریکا د متحده ایالتونو ۲۰۲۰ کال ولسمشریزې ټاکنې ناندرییزې شوې او ولسمشر ټرمپ داسې تورونه ولګول چې د امریکا په ټاکنو کې کمسارې وې، ګڼو افغانانو یې له افغان ولسمشریزو ټاکنو سره شباهت باندې بحثونه کول.

اوس دا دی پخپله ولسمشر ټرمپ خپلې ټاکنې د افغانستان له ټاکنو سره مقایسه کوي.

په افغانستان کې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کال ولسمشریزې ټاکنې چې مخکښ نوماندان په کې محمداشرف غني او عبدالله عبدالله ول، ځکه ناندریزې شوې چې د درغلیو ادعاوې په کې ډېرې وې او د ۲۰۱۴ کال خو تر هغه نتیجې ته ونه رسېدې چې د امریکا متحده ایالتونو په کې منځګړیتوب وکړ.

A man wearing a "Vote" mask looks on as votes are counted the day after the 2020 U.S. presidential election, in Detroit, Michigan

د عکس سرچینه، Reuters

په افغانستان کې د خواله رسنیو ډېرو کارنو په ټوکو وړاندیز کاوه چې د ښاغلي ټرمپ او بایډن ترمنځ اختلاف ته په کتو، لکه څنګه چې د افغانستان ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ جوړجاړی وکړ، افغانستان دې هم ورته منځګړیتوب وکړي.