تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا او اروپايي ټولنې تر منځ تاریخي هوکړه
بریتانیا او اروپايي ټولنې یوه داسې تاریخي هوکړه کړې چې له بریکزیټ، يا له اروپايي ټولنې د بريتانيا له وتلو وروسته به اقتصادي او امنیتي چارې سره همغږې کوي. د دې تړون پر وروستيو لارو چارو نژدې یو کال سختې خبرې وشوې. دواړه غاړې د خپلې راتلونکې ملګرتیا لپاره یوې هوکړې ته رسېدلي دي. له دې تړون سره به دواړو ته سوداګریز مالونه له ټکس يا مالیې پرته تېرېږي. تېره شپه برسلز کې د وروستيو ټکو پر سر خبرو پر مهال دواړو غاړو ته تر ټولو مهمه موضوع کب نیونه وه. د بریتانیا سوداګرۍ پخوانی مرکچي ډېوېډ هېنګ راته وايي چې د اروپايي ټولنې او بریتانیا ترمنځ دا هوکړه به څرنګه کار کوي.