د حافظي کمزوري بريتانيا کې اسيايان ډېر اغېزمنوي

د نېرمل سېنګ کورنۍ د لندن په سلاو کې اوسېږي، دی وايي کله یې چې پلار د الزایمر ناروغۍ له امله مړ شو نو کورنۍ یې اړه شوه له هغه شرم سره هم مبارزه وکړي چې په ډېرو اسیايي ټولنو کې له دغې ناروغۍ سره تړلی.

دی وايي د جنوبي اسیا په ډيرو ژبو کې د دغې ناروغۍ لپاره آن سم نوم هم نه شته، لا اوس هم داسې ناروغانو ته پاګل یا لیونی وېل کېږي.

دی وايي د همدغه سوچ او قضاوت ننګونې لپاره یې وغوښتل چې خپله کېسه وکړي.