د عرب پسرلي لس کاله تېر شول

د ویډیو تشریح، د عرب پسرلي لس کاله تېر شول

له هغه راهيسې چې محمد بوعزيزي د تونس سيدي بوزيد کې ځان ته اور واچاوه، اوس لس کاله پورې کېږي.

دا د ژوند سختيو کې د نهيلۍ يو داسې عمل و، چې د منځني ختيځ او شمالي افريقا لروبر يې د لړزوونکو احتجاجونو يوه څپه وپاروله. خلکو په کې د بدلون په هيله لارو کوڅو ته مخه کړه. پيل کې يې ډېر هيلمن وو، چې همداسې به وشي خو لس کاله وروسته يې پرې يوه ځغلنده نظر کې ميراث پېچلی ښکاري.

دې راپور کې د عرب پسرلي پېښو، لس مهمې شېبې ګورو.