د ایران د ولسمشر پخوانۍ مرستیاله د 'نظام خلاف تبلیغ' په تور په دوه نیم کاله بند محکومه شوې

د عکس سرچینه، IRNA
د ښځو او کورنیو په چارو کې د ایران د ولسمشر پخوانۍ مرستیاله شهیندخت مولاوردي په دوه نیم کاله بند محکومه شوه.
هغه د حسن روحاني په مخکنۍ دوره کې د وګړو د چارو سلاکاره هم پاتې شوې ده.
مېرمن مولاوردي تسنیم خبري اژانس ته ویلي چې د استیناف غوښتنه کوي.
هغه "د هېواد د امنیت د خرابولو په موخه د پټو او محرمو اسنادو په شریکولو" د "نظام خلاف په تبلیغ" او دغه راز "فساد، فحشا او جنسي انحرافاتو ته د خلکو په هڅونه" تورنه وه.
"د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق سره د تړون لاسلیک" د مېرمن مولاوردي د ګرم ګڼل کېدو عمده لامل ګڼل شوی دی.
ځکه د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په وروستیو کلونو کې د وګړو ډېریدو ته لیوالتیا ښودلې او د مېندوارۍ پر مخنیوي نیوکه کړې ده.
مېرمن مولاوردي له دې کبله هم محکمې ته غوښتل شوې وه چې په سیستان او بلوچستان کې یې په پراخه کچه د اعدام د حکم پر پلي کېدو نیوکه کړې وه.
هغې ویلي و:"په سیستان او بلوچستان کې داسې کلی هم شته چې ټول سړي یې اعدام شوي دي".
د مولاوردي محاکمه په تله/میزان میاشت کې د تهران د انقلابي محکمې په ۱۵مه څانګه کې د قاضي ابوالقاسم صلاوتي په مشرۍ ترسره شوه.
ښاغلی صلاوتي د هغو قاضیانو له ډلې دی چې ایران کې د سیاسي او امنیتي دوسیو په اړه پرېکړې کوي.
د شهیندخت مولاوردي تر محاکمې وروسته د هغې خاوند حمید آیتي هم په دې تور د څو ساعتونو لپاره نیول شوی و، چې ګواکې له محکمې د وتلو پر مهال یې د مېرمن مولاوردي او د نوموړې د وکیل عکس اخیستی دی.
مولاوردي په ۱۳۹۷ کال د محافظه کارانو تر توندو نیوکو وروسته ګوښه کېدو ته اړوته.
د روحاني له بل مرستیال هم څېړنې شوي

د عکس سرچینه، IRNA
په ورته وخت کې د ایران د ولسمشر حسن روحاني یو بل مرستیال عیسی کلانتري چې د دغه هېواد د چاپېریال ساتنې ادارې رییس هم دی، د ایران د انقلاب مشر ایت الله خمیني ته په سپکاوي تورن او د دولتي کارکوونکو څارنوالۍ ته له غوښتل کېدو وروسته په ضمانت خوشې شوی دی.
پر هغه تور دی چې درې کاله وړاندې یې په یوه مرکه کې ایت الله خمیني ته سپکاوی کړی او د دې مرکې محتویات اوس راوتلي دي.
ښاغلي کلانتري په دې مرکه کې ایت الله خمیني د "امریکا بې لارې زوی" بللی او ویلي یې و: "امریکا د پاچا له ملاتړه لاس واخیست او هغه یې یوازې پرېښود" چې "امام خمیني له همدې فرصت ګټه واخیسته".
ایراني رسنۍ وايي ښاغلی کلانتري د دولتي کارکوونکو د څارنوالۍ اوومې څانګې ته احضار او دوسیه ورته پرانېستل شوې ده.
ایران کې ایت الله خمیني ته په سپکاوي د دولتي چارواکو او سیاستوالو تورنېدل او هغوي ته د دوسیو پرانیستل کېده د کلونو مخینه لري.










