تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا ټاکنې: د ټرمپ او بايډن وروستۍ مناظره
امريکا کې د ډونلډ ټرمپ او جو بايډن ترمنځ وروستۍ مخامخ مناظره د ټېنيسي نشوېل کې وشوه. دا ځل یې ترمنځ خبرې او بحث تر ډېره کنټرول او تر ولکې لاندې و. يو د بل خبرو کې ډېر کم ورلوېدل او يو پر بل یې چيغې هم نه وهلې.
دا د ولسمشر ټرمپ لپاره يو فرصت و، چې نظرپوښتنو کې يو څه مخکې شي، چې ښيي له پخواني مرستيال ولسمشره شاته دی خو د تاوده بحث او خبرو لپاره بيا هم ځای و، چې دوی په کې د اقتصاد، روغتيا، توکميزو او اړيکو او اقليمي بدلون پر سر سره ټکر شول.
دواړه د کورونا ويروس سره په تړاو د سپينې ماڼۍ کړنلارې پر سر سره جوړ نه دي او يو بل ته یې د مالي فساد او درغليو ګوته نيوله.