ایراني دولت د کورونا وېروس له سپارښتنو سرغړوونکو ته جریمه ټاکلې

د عکس سرچینه، Irna
د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي که په تهران کې کوویډ- ۱۹سپارښتنې په پام کې ونه نیول شي، سرغړوونکي به یې جریمه شي.
له نن څخه وروسته په تهران کې د ماسک اغوستل اجباري شول او هر څوک چې له دغو سپارښتنو سرغړونه وکړي ۵۰ زره تومانه به جریمه شي، د ماسک دغه جوړښت له کور څخه کور ته نوم لري.
اوس مهال په ایران کې د کورونا ویروس بحراني حلت ته رسېدلی.
د رسمي سرچینو په وینا د رخصت شویو ناروغانو په پرتله د بستر شویو شمېر ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.
ایراني چارواکې وایي، کورونا په ایران کې سرې کرښې ته رسېدلې او ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده.
حسن روحاني وایي، ټولپوځ ته یې امر کړی چې په ښار کې د ماسک نه اغوستونکو سره قانوني چلند وکړي او جریمه یې کړي.
دغه طرحه اوس مهال یواځې په تهران کې پلې کیږي.

د عکس سرچینه، Irna
د ایران د ولسمشر په وینا، کېدای شي یو څوک ماسک ونه لري خو نور وګړي باید له هغه سره ونه ګوري او نه هم لاس ورکړي.
او که څوک ټاکل شوي قوانین ماتوي نو ۵۰ زره تومن به جریمه کیږي.
ولسمشر روحاني وایي اړینه ده چې د کوویډ- ۱۹ مخه ونیسو خو که څوک په دغه ناروغۍ اخته دی خپلې کورنۍ او کار ځای ته باید خبر ورکړي او ټاکلې موده په قرنطین کې تېره کړي او بې غوري ونه کړي که یاد کس سرغړونه وکړي نو د هرې سرغړونې په مقابل کې به ۲۰۰ زره تومانه جریمه شي.
د حسن روحاني په وینا سرغړوونکې به دغه ۲۰۰ زره تومنه د ایران روغتیا وزارت ته په دوه اونیو کې تحویلوي.
هر ورځ په ایران کې په کوویډ- ۱۹ له څلورو زرو ډېر کسان اخته کیږي خو د مړو شمېر له لومړیو ورځو د کمېدو په حالت کې دی.
د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي که څوک په یوه اداره کې خدمتګار وي نو باید ټول قوانین په پام کې ونیسي، که نه جریمه به شي خو که د هغوی خدمت وکړي چې ماسک نه اچوي بیا به هم جریمه کیږي.
د رپوټونو له مخې جریمه څو پړاوه لري په لومړي پړاو کې ۳۰۰ زره تومن او په دویمه مرحله کې یو میلیون تومن او په درېیمه کې به له کار څخه لرې کیږي.
د ټکسې چلوونکو لپاره هم جریمه په نظر کې نیول شوې، د ایران ولسمشر وایي که کوم ټکسي چلوونکی ماسک ونه چوي ۱۰۰زره تومن جریمه کیږي او که کوم سورلۍ پرته له ماسک څخه پورته کړي نو ۲۰زره تومن به جریمه شي.

د عکس سرچینه، isna
د ایران دولت ویاند علي ربیعي ویلي، نه غواړو ددغې طرحې په پلې کولو کې فزیکي شخړه رامنځته شي.
د رسمي شمېرو له مخې په ایران کې د کورونا وېروس د خپرېدا راپدېخوا ۲۸ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
ایران کې د روان وضعیت په اړه اندېښنې شته او د ټولو دولتي ادارو کارونه د دوو اونیو لپاره ځندېدلي.
د کورونا وېروس په اړه اندېښنې له هغې وروسته زیاتې شوې چې پوهانو خبردارۍ ورکړی وو ترڅو په محرم میاشت کې واټن مراعت شي او ټول ښوونیز مرکزونه رخصت شي. که څه هم ښوونیز مرکزونه پرانیستي خو تلل ورته اجباري نه دي.
د ایران مذهبي مشر علي خامنه ای د کورونا وېروس له پراخېدا سره خپلې ټولې مخامخ غونډې ځنډولې د له تلویزیون لارې وینا کوي او په هېڅ یوه مخامخ غونډه کې تر اوسه نه دی حاضر شوی.
مالومه نه ده چې د ښاغلي روحاني اونیزې لیدنې هم ځنډېدلې او که نه؟








