نایجریايي ایالت پر ماشومانو د جنسي تېري کوونکو خصي کولو قانون تصویب کړ

نایجریا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له تېرو څو میاشتو راهیسې په نایجریا کې د جنسي تېري پېښو پر ضد مظاهرې کېږي

د نایجریا کاډونا ایالتي پارلمان یو قانوني طرح تصویب کړی، چې له مخې به یې هغه نارینه د جراحي عملیاتو له لارې خصي کېږي، چې تر ۱۴ کلونو پر کم عمره ماشومانو جنسي تېری وکړي.

د ایالت والي ناصر احمد الروفي له لاسلیک وروسته به د نایجریا په دغه شمال لوېدیځ ایالت کې دا طرح په قانون بدله شي.

والي الروفي مخکې دغه طرح تایید کړې، چې په وینا یې تېري کوونکي دویم ځل جرم تکرار نه کړي.

د نایجریا فدرالي قانون له مخې د جنسي تېري مجرمانو لپاره له ۱۴ کاله نیولې تر عمري زندان پورې سزا ورکول کېږي، خو سیمه ییز قانون جوړوونکي کولای شي بېلا بېلې سزاوې وټاکي.

شرم په دغه هېواد کې ځینې وخت د جنسي تېري پېښو رپوټ ثبتولو پر وړاندې خنډ کېږي او په دغسې پېښو کې د سزا ورکولو قضیو شمېر لږ دی.

په نایجریا کې په ځانګړې توګه د کورونا وېروس مخنیوي قرنطین پر مهال د جنسي تېري پېښو له ډېرېدو وروسته د جراحي عملیاتو له لارې د محکوم شویو مجرمانو خصي کولو غوښتنه ډېره شوې وه.

په جولای میاشت کې د یوې ۲۲ کلنې محصلې کورنۍ وویل، له جنسي تېري وروسته په بې رحمۍ سره وژل شوې او له هغه وروسته پراخ احتجاجونه وشول.

wavera Omozuwa was raped and murdered in July in the southern city of Benin

د عکس سرچینه، Uwavera Omozuwa/facebook

د عکس تشریح، واویرا اوموزیوا جولای میاشت کې له جنسي تېري وروسته په بینين ښار کې ووژل شوه

دا له هغو ګڼو قضیو یوه وه چې په یوه اونۍ موده کې وشوې او له هغه وروسته په لارو کوڅو کې احتجاجونه وشول او پر خواله رسنیو د دغه ډول پېښو د مخنیوي لپاره پراخ کمپاین پيل شو.

ډېری نایجریایانو د اعدام په ګډون د دغسې پېښو د عاملینو لپاره د سختو سزاګانو غوښتنه وکړه.

مدني فعاله ډورتي نجیمانزي چې خپله هم ورسره زور زیاتی شوی، د دغې طرحې پلوي کوي او وايي غواړي چې د نایجریا په نورو ایالتونو کې هم عملي شي.

د جراحي عملیاتو له لارې خصي کول په نړۍ کې ډېر دود نه لري او په ځینې سیمو کې چې اوس هم دغه دود شته، ناندریز بلل کېږي.