اروپا ته د پاکستان دولتي هوايي شرکت پر الوتنو د شپږو میاشتو لپاره بندیز ولګېد

پي ای اي

د عکس سرچینه، BLOOMBERG

په اروپا کې د هوايي چلن خوندیتوب ادارې (ایاسا) اروپايي هېوادونو ته د پاکستان دولتي هوايي شرکت (پي ای اي) د الوتنو جواز د شپږو میاشتو لپاره ځنډولی دی.

د ایاسا مسوولین وايي، د جواز ځنډولو دغه امر به د جولای له لومړۍ نېټې پلي کېږي.

دغې ادارې له هغو رپوټونو وروسته دا پرېکړه کړې چې ویل کېږي، پاکستان کې سلګونو پیلوټانو د الوتنې لپاره جعلي لایسنسونه ترلاسه کړي دي. د ایاسا اجرايي مشر پېټرک کايي د پاکستان دولتي هوايي شرکت ته په یوه لیک کې ویلي:

''هوايي شرکت نه دی توانېدلی د شکاګو کنوانسون له پرېکړو سره سم د خوندیتوب اړین ټول اقدامات پلي کړي. ''

په لیک کې دغه راز راغلي:

''ایاسا ته معلومه شوې چې د جون میاشتې پر ۲۴ نېټه د پاکستان هوايي چلن وزیر غلام سرور خان د خپل هېواد پارلمان ته ویلي چې په هېواد کې د ټولو ۸۶۰ پیلوټانو له ډلې نژدې ۲۶۰ کسانو ته د ټګۍ برګۍ له لارې د الوتنې لایسنسونه ورکړل شوي دي او د همدې معلوماتو له مخې ایاسا اداره د پاکستاني پیلوټانو د لایسنسونو په تړاو اندېښمنه ده. ''

پي ای اي

د عکس سرچینه، AFP

بل لور ته پي ای اي چارواکو هم دغه رپوټونه منلي او وايي، هغه کسان چې له مخکې یې د دوی ټکټونه اخیستي کولای شي د ټکټ موده وغځوي او یا بېرته خپل لګښت واخلي.

پي ای اي چارواکي وايي، دوی 'په اروپا کې د هوايي چلن خوندیتوب ادارې له مسوولینو سره اړیکه کې دي او د دغې ادارې د مسوولینو اندېښنو لېرې کولو لپاره اقدامات کوي. '

د یادونې ده چې تېره اونۍ د پاکستان دولتي هوايي چلن (پي ای اي) ۱۵۰ پیلوټانو ته له هغه وروسته د الوت له اجازې ورکولو ډډه وکړه چې چارواکو وویل، لایسنسونه (جوازونه) یې جعلي دي.

د پاکستان هوايي چلن وزیر د دغه هېواد پارلمان ته وویل، ګڼ شمېر پیلوټان چې په شخصي توګه فعالیت کوي، جعلي لایسنسونه لري او یا یې په ازموینو کې ټګي برګي کړې.

پاکستان کې د هوايي چلند خوندیتوب چارې ښې نه بلل کېږي او یو شمېر الوتکې یې غورځېدلې هم دي.

دغه موضوع تېره جون میاشت کې په کراچۍ ښار کې د پي ای ای یوې الوتکې غورځېدو پېښې له څېړنو سره هممهاله راپورته شوې.