هند کې د کورونا ويروس حالت

د ویډیو تشریح، هند کې د کورونا ويروس حالت

د هند پلازمېنه ډيلی ښايي د جولای تر پايه د کورونا ويروس له نيم ميليونو زياتې پېښې ولري، دا خبره یې د ډيلي مشر وزير کړې ده. په همدې وخت کې د دغه هېواد تر ټولو بد ځپل شوي، مومبی کې د کورونا ويروس پېښې د چين له وهان نه زياتې شوې، چې دا ويروس په کې لومړی ځل راڅرګند شوی و. دې هېواد کې روغتونونه د لوړ شمېر ناروغانو پاللو کې چې دوی ته رسېږي، له ستونزو سره مخامخ دي. ډېر يې پرته له دې چې د اړتيا وړ درملنه يې وشي، مري. دې راپور کې يې نوره کيسه ده.