جورج فلویډ خاورو ته سپارل کېږي

د ویډیو تشریح، جورج فلویډ خاورو ته سپارل کېږي

په امریکا کې د سپین پوستي پولیس افسر له خوا د وژل شوي تور پوستي ځوان جوج فلایډ د جنازې مراسم نن ترسره کېږي. خاورو ته د سپارلو په دې مراسمو کې به یې یوازې د کورنۍ نژدې غړي وي. د جورج فلایډ د وژنې له امله د امریکا او نړۍ په لروبرو کې قهرجنې مظاهرې دا څو ورځې روانې وې. پرون په هیوسټن کې - چې جورج فلایډ پکې را لوی شوی - زرګونه خلکو درناوی ورته وړاندې کړ.