مظاهرې او غصه

د امریکا په څو ایالتونو کې د تېرو څو ورځو راهیسې قهرجنې مظاهرې روانې دي. خلک د تور پوستي ځوان - جورج فلاویډ - پر مړینه غصه دي چې یوه سپین پوستي پولیس افسر یې پر مرۍ پښه ایښې وه او هغه چیغې وهلې چې ساه نشي ایستلی. مظاهره چیان د مېنېسوټا ایالت په مینیاپولېس کې د ګرځنبندیز خلاف تېره شپه بیا راوتلي وو. په ډېټرایټ کې بیا یو ۱۸ کلن ځوان هغه مهال مړ شو چې له یوه روان موټر پر مظاهره کووننکو ډزې وشوې. په واشنګټن ډي سي او لاس انجلېس کې هم له غصې ډکې مظاهرې وې.