د برلین یوه کلیسا کې د جمعې لمونځ وشو

A Muslim man wearing a face masks prays at a church in Berlin

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د برلین کلیسا کې یو مسلمان

په برلین کې یوې کلیسا هغو مسلمانو عبادت کوونکو ته خپل ور پرانیستی، چې د ټولنیز واټن د قانون مراعاتولو پربنسټ جوماتونو ته نه شي تللی.

(جرمني د مې پر ۴مه د مذهبي چارو پیلولو لپار اجازه ورکړه، خو عبادت کوونکي باید یو نیم متر واټن مراعات کړي.)

په نیو کولن سیمه کې دار السلام جومات کې لمونځ کوونکي نه ځایېږي.

خو په کروزبرګ کې مارتا لوتران کلیسا د روژې په پای کې د جمعې لمونځ کوونکو لپاره خپل ور پرانیست.

په روژه میاشت کې، د سهار له اذانه تر ماښام اذانه د ورځې مسلمانان له خوراک، څښاک، سګرټ څکولو او جنسي اړیکو منع شوي. کورنۍ او خپلوان یوځايي افطار (روژه ماتی) کوي.

Women wearing headscarves and face masks attend Friday prayers at a Berlin church

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د برلین کلیسا کې د جمعې لمانځه ته ښځې هم ورغلې وې

د جومات امام رویټرز خبري اژانس ته ویل: "دا په دې کړکېچن حالت او روژه کې د خوښۍ شېبه ده. وبا ددې لامل شوه چې زموږ ټولنه لا نوره سره نژدې شي. کړکېچونه خلک سره یوځای کوي."

یوه عبادت کوونکي سامر حمدون وویل: "دا یو ناشنا احساس و، چې د موسیقۍ الات، انځورونه او ګڼه ګوڼه وه. له اسلامي عبادت سره په ټکر کې نه و. خو کله چې تاسو کوچني شیان هېر کړئ، په پای کې دا د خدای کور دی."

لمونځ کوونکي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، لمونځ کوونکي

په دې مراسمو کې ان د کلسا کشیش هم ګډون کړی.

مونیکا متیاس وویل: "ما په جرمني وینا وکړه او د لمانځه پرمهال، ما یوازې دا وویل چې هو، هو، هو، ځکه چې موږ یوشان اندېښنه لرو او غواړو له تاسو زدکړو. دا د خوشحالۍ ځای دی چې یو بل کس کړای شو."

ټول انځورونه یې د څښتنو دي.