مینه ړنده وي: د دوو نابینا عاشقانو کیسه

د عکس سرچینه، Niraj Gera
د نړۍ په ګڼو ژبو او کلتورونو کې دا متن عام دی چې "مینه ړنده وي". خو داسې پېښې کمې لیدل کېږي چې دوه ړانده کسان دې په حقیقت کې پر یو بل مین شوي وي.
دیپک یادو او ارتي چوراسیه دواړه ړانده دي، ۲۱ کلن دي او د هند د نوي ډيلي اوسېدونکي دي.
مشهور هندي عکاس نیرج ګېرا دوی د مینې او ژوند کیسه په یو شمېر انځورونو کې خوندي کړې او د انځورونو دې نندارتون ته یې د "سپېڅلې مینه" نوم ورکړی.
دیپک او ارتي په لومړي ځل پر فېسبوک یو سره مخامخ شول او له هماغه ځایه یې کیسه پیلېږي.
دیپک وایي، د دوی په تیلیفلونونو کې د ړندو کسانو لپاره یو ځانګړی اپلیکېشن و. دا اپلیکېشن هر ډول پیغام په غږ کې اورولی شي.
د ۲۰۱۸ کال د جون میاشتې پر یوه ورځ دیپک پر فېسبوک ارتي ته د ملګرتیا بلنه ورکړه.

د عکس سرچینه، Niraj Gera
دیپک بي بي سي ته وویل، فکر یې کاوه چې دی ارتي ډېر ورته خویونه او شوقونه لري، نو ځکه یې د ملګرتیا بلنه ورکړه.
ارتي وایي، دیپک یې نه پېژانده او تر دوو اونیو یې د هغه بلنې ته ځواب ورنکړ.
دواړو په پیل کې یو بل ته پیغامونه استول، بیا یې خپلې کیسې یو بل ته وویلې، او بلاخره یې د تیلیفون شمېرې هم سره شریکې کړې.
دیپک وایي، لومړی ځل یې د هماغه کال د جولای پر ۳۱مه نېټه پر تیلیفون خبرې وکړې. دې خبرو ۹۰ دقیقې دوام وکړ.
ارتي وایي، له هغه وروسته یې وخت نا وخت پر تیلیفون دیپک سره خبرې کولی.
یوه ورځ یې ورنه پوښتنه وکړه چې ملګرې یا ګرل فرېنډ خو به نلري. دیپک ځواب ورکړ چې نه، دا پوست تر اوسه خالي دی.

د عکس سرچینه، Niraj Gera
لږه موده پس ارتي دیپک ته د خپلې مینې اعتراف وکړ او د اګست پر لسمه نېټه یې ورته وویل چې پرې مینه ده.
دیپک وایي د ارتي پر خبره حیران شو، ځکه تمه دا وه چې لومړی به دی د مینې اعتراف کوي. له څو شېبو چوپتیا وروسته دیپک هم ارتي ته د خپلې مینې اعتراف وکړ.
دوه میاشتې وروسته دیپک د ارتي لیلیې ته ورغی او هماغلته دواړه په لومړي ځل سره مخامخ شول. له هماغه راهیسې دوی وخت نا وخت سره ګوري او مینه یې لا ډېره شوې.
دیپک وایي، کورنۍ یې سخت ګیره او دودپاله ده او تر اوسه یې د خپلې مینې کیسه ورته نه ده کړې.
پلار یې ورته ویلي چې د اوس لپاره دې د مینې او رومانس له کیسو لېرې ګرځي، ځکه دې شیانو ته وخت شته او خپلو درسونو ته دې پام وکړي.

د عکس سرچینه، Niraj Gera
ارتي وایي، د کورنۍ ډېری غړي یې خبر دي چې دا له دیپک سره مینه لري، خو پلار یې نه دی خبر.
له دواړو پوښتنه وشوه چې که کورنۍ یې د دوی په اړه د بي بي سي دا رپوټ وګوري نو غبرګون به یې څه وي.
دیپک وویل، دی له خدایه غواړي چې همداسې وشي او کورنۍ یې د رسنیو له لارې د دوی پر مینه خبرې شي.
دی وایي، که یې کورنۍ وګوري چې رسنۍ د دوی مینې ته مثبت رنګ ورکوي نو کېدای شي غاړه ورته کېږدي او هر څه ومني.
دیپک او ارتي اوسمهال دواړه په کار پسې ګرځي او غواړي چې خپل ګډ راتلونکی خوندي کړي. ارتي وایي، هر کله چې په دواړو کې یو کس هم کار وموند نو دوی به کوژده کوي.
خو نوموړې اندېښمنه ده چې که ژر کار پیدا نشي نو ښایي د کوژدې خواږه ونه ګوري او یو وخت نېغ په نېغه واده ته غاړه کېږدي.

د عکس سرچینه، Niraj Gera









