تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عبادتځايونو کې د کورونا ويروس لپاره تدبيرونه
مکه مکرمه، مسجد حرام او مدينه کې نبوي جومات بېګا شپه د پاک کارۍ او ويروس خپروېدو مخنيوي تدبيرونو کې د طواف کوونکو او لمونځ کوونکو پر مخ تړل شوی و.
بل پلو د لوېديځې غاړې د بېت لحم ښار هم قرنطین شوی دی. ځکه دلته اووه کسان په کرونا ويروس اخته شوي دي. نه فلسطینیان او نه هم اسرایلیان دغه ښار ته د دننه کېدو او یا ترې د وتلو اجازه لري.
دې ښار کې ټولې کلېساوې، جوماتونه، ښوونځي او هوټلونه تړل شوي او بېړنی حالت اعلان شوی دی.