تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوريې کړکېچ بشري ناورين
د ترکيې حکومت وايي د سوريې شمال لوېديځ ادلب کې د حکومتي ځواکونو هوايي ګوزارونو کې یې دوه سرتېري وژل شوي دي. دې سيمه کې د ترکيې په ملاتړ مخالفو وسله والو او د سوريې حکومتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. د بشار الاسد ځواکونه زيار باسي دا سيمه بيا ولکه کړي.
له تېر دسمبر راهيسې دې سيمه کې پيل شوې جګړې، نژدې یو ميليون وګړي، چې نيم يې ماشومان دي، له خپلو مېنو او کورونو وتلو ته اړ کړي دي.
ملګروملتونو د سملاي اوربند غږ کړی، او ويلي یې دي، بوږنوونکی بشري حالت د نړۍ پر ضمير يو ناوړه داغ دی. د بي بي سي اورلا ګېرېن، له پولې بله غاړه له ترکيې دا راپور راستولی دی.