ملا امام اونۍ وروسته وپوهېد چې له"نارينه" سره يې واده کړى

د عکس سرچینه، Getty Images
يوګندا کې يو ملا امام له خپل واده دوه اونۍ وروسته پوه شو چې له ښځې سره نه بلکې نارینه سره یې واده شوی دی. شیخ محمد موتمبا له دې پيښې وروسته خپله دنده هم لاسه ورکړه.
د ځايي اسلامي مرکز مشر ډیلي مونیټور ورځپاڼې ته ویلي د ۲۷ کلن شیخ موتمبا دنده وروسته له هغه وځنډول شوه چې معلومه شوه "له بده مرغه" واده یې له یوه نارینه سره شوی.
د بي بي سي "پېجن" وېبپاڼې ليکلي، د همدې جومات مشر امام شیخ عیس بوسولوا چې د شیخ موتمبا په واده کې يې برخه اخيستې وه، يادې ورځپاڼې ته ویلي دوه اونۍ وروسته معلومه شوه چې ده له یوه نارینه سره واده کړی دی.
دا چې ناوې ښځه نه بلکې نارينه دى، وروسته له هغه په ډاگه شوه چې هغه د غلا په تور د پولیسو مرکز ته یوړل شو.
د پولیسو یوې میرمنې توقیف خونې ته له وړلو وړاندې د تالاشي پرمهال وموندله چې هغه ښځه نه بلکې یو نارینه دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د شیخ موتمبا یوۀ ګاونډي ډیلي مونیټور ته ویلي ناوې د کور ټول کارونه لکه پخلی ، کالي وینځل او نور ټول کارونه کول، دې ګاونډي ویلي اسانه نه وه چې یو څوک دې ووايي چې هغه نارینه دی.
دې ګاونډې ویلي ناوې به تل حجاب پر تن درلود، د ښځې په څېر به یې خبرې کولې او اکثره وخت به دننه کوټه کې وه.
دې ورځپاڼې ویلي " ناوې" په دې پلمه له خپل خاوند سره له یو ځای کېدو ډډه کوله چې ګواکې میاشتنۍ ناروغي یې ده.
د پولیسو په مرکز کې هغه خپل اصلي نوم هم په ډاګه کړ. د هغه اصلي نوم ریچارډ توموشیب و، خو دلته د ثواب الله نبوکیرا په نوم یادیده.
ریچارډ به تل حجاب اغوسته او چاته یې ځان نه ښوده. دى د يوۀ ګاونډي له کوره د غلا په تور ونيول شو. ګاونډی وايي ریچارډ د دوی له کوره تلویزیون او جامې/کالي غلاکول.










