هند کې د تابعيت قانون پر ضد احتجاجونه او تاوتريخوالی

هند کې هغه کړه وړه په پراخه غندل شوي، چې د دغه هېواد پر يو مخور پوهنتون په کې له تاوتريخوالي ډک بريدونه وشول.

دې پېښو کې د يوې ليليې دننه له ۳۰ ډېر زده کوونکي په خورا بد ډ‌ول ډبول شوي او ژوبل شوي وو.

دا پېښې داسې وخت کېږي، چې زده کوونکو په کې د اوسني حکومت ځينو تګلارو پر سر لاريونونه کړي، هغه ناندره ييز قانون هم په کې دی، چې تر ډېره د مسلمانانو ضد ګڼل کېږي.