په اوکراینۍ الوتکه کې د ځینې وژل شویو کیسې

د ویډیو تشریح، په اوکراینۍ الوتکه کې د ځینې وژل شویو کیسې

ایران منلې ده چې د چارشنبې پر ورځ، په تهران کې نسکوره شوې، اوکراینۍ الوتکه دوی په تېروتنه ویشتلې وه. په الوتکه کې ټول ۱۷۶ سپاره کسان مړه شوي دي. د ایران ولسمشر حسن روحاني پر خپله ټوېټر پاڼه د دې پېښې له امله خواشیني ښودلې ده. وايي پېښه لویه تراژیدي او د نه بښلو تېروتنه وه.

په دې الوتکه کې د مړو شویو سپرلیو خپل او خپلوانو خپله خواشیني ښودلې ده. په مړو شویو کې ډېری یې ایرانیان او کاناډایان دي. افغانان، بریتانیایان، سویډنیان او جرمنیان هم پکې وو. دا د ځینو کیسې دي.