ايران کې د سليماني پر وژنه وير

د ویډیو تشریح، ايران کې د سليماني پر وژنه وير

ايران کې سلګونه زره کسان د وژل شوي قاسم سليماني په وير نن د پلازمېنې تهران لارو کوڅو ته وتلي وو.. د ايران مذهبي مشر آيت الله خامنه اي د تهران پوهنتون کې د جنازې لمانځه امامت کاوه. رسنيو کې خپاره شوي انځورونه ښيي، چې دی يې د جنازې پر مهال ژاړي. پر ولسمشر حسن روحاني سربېره د ايران نور مشران هم د سليماني جنازه کې د خامنه يي تر شا وو. قاسم سليماني د جمعې پر ورځ عراقۍ پلازمېنه بغداد کې د ډونلډ ټرمپ په امر د ډرون يو بريد کې ووژل شو. ولسمشر ټرمپ ګوتڅنډنه کړې، که تهران د غچ کوم کار وکړ، دی به د ايران کلتوري ځايونه په نښه کوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ ترينګلتيا تر ځوښ کچې رسېدلې، له خپله اړخه تهران ويلي اوس له اتومي تړون ووځي.