څڼور فاروق د انسټاګرام ستوری شو
په برتانيا کې یو اوه کلن هلک فاروق جیمز د خپلو اوږدو وېښتانو له امله پر انسټاګرام ډېر پلویان پیدا کړي، خو په برتانیا کې یو شمېر ښوونځي هلکانو ته اوږده ويښته نه پرېږدي. د فاروق جیمز مور چې د هغه انسټاګرام حساب چلوي وايي، د دې قانون د بدلولو لپاره به مبارزه وکړي.