هند د پاکستان لومړی وزیر د جعلي خبرونو خپروونکی بللی

د عکس سرچینه، Getty Images
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغه د پاکستان لومړی وزیر د جعلي خبرونو په خپرولو تورن کړی چې نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه له هندي مسلمانانو سره د پولیسو د ظلمونو یوه ادعا شوې وېډیو خپره کړه.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د جعلي خبرونو پر خپرولو تورن کړی دی.
عمران خان پر ټوېټر پاڼه یوه ویډیو خپره کړه چې پکې د هندي مسلمانانو سره د پولیسو د ظلمونو یوه ادعا شوې وېډیو خپره کړه.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د عمران خان پر ټوېټر خپره شوې وېډیو اصلاً پخوانۍ او د بنګله دېش ده چې پر هند هېڅ اړه نه لري.
ددغه وزارت ویند رویش کومار پر ټوېټر د عمران خان پر ټوېټر د خپرې شوې وېډیو یو سکرین شاټ خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي چې: "جعلي خبر، ونیول شو، ټویټ ډیلیټ شو."
پاکستان د لومړي وزیر له ټوېټر پاڼې دغه وېډیو وروسته له هغه ړنګه شوه چې څو ټوېټر کارنو یې جعلي والی تایید کړ.
تر اوسه د لومړي وزیر له دفتره په دې اړه غبرګون نه دی ښودل شوی.
په دې وروستیو اونیو کې په هند کې د تابعیت د جنجالي قانون د نافذېدو په غبرګون کې د لاریونونو له امله ۲۷ کسان وژل شوي چې ډېری یې مسلمانان دي.

د عکس سرچینه، Twitter
"ګلف نیوز" هم پر ټوېټر لیکلي، چې عمران خان د بنګله دېش یوه وېډیو خپره کړې چې وښيي هندي پولیس تاوتریخوالی کوي.
هند وايي، دا وېډیو په ډاکه کې د ۲۰۱۳ کال مې میاشتې پورې اړه لري.








