تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټولوژنې تورونو پر سر د میانمر د مشرې محاکمه
د ميانمار عملي مشرې، او نوبل سولې جايزې ګټونکې انګ سان سوچي، په کلکه د ټولوژنې تورونه رد کړي، او وايي د روهنګیا مسلمانانو پر وړاندې د میانمر پوځي عملياتو تر شا د ټولوژنې د نيت او قصد هېڅ بېلګې نه شته. د عدالت نړيواله محکمه کې د خبرو پر مهال نوموړې وويل، تر پوښتنې لاندې پېښې هغه مهال پيل شوې، چې د ميانمر پوځ د ۲۰۱۷ کال اګست کې د ځايي وسله والو ډلو بريدونو ته ځواب ورکړ. دې ويل راکاين ایالت کې حالت پېچلی او پرې پوهېدا اسانه نه ده، خو دا خبره يې هم وکړه، چې د میانمار دفاعي ځواکونو له لوري د ناانډوله زور کارونه لرې نه شي ګنل کېدی. نور تفصیل په دې رپوټ کې.