د برتانیا هغه شهزاده چې "له شاهي دندو لاس اخلي"

انډریو

د عکس سرچینه، MARK HARRINGTON/BBC

د عکس تشریح، شهزاده له بي بي سي سره تر مرکې وروسته له سختو نیوکو سره مخ شو

د برتانیا د ملکې دویم الیزابت زوی شهزاده انډرو وایي، له جفري اپسټین سره د ملګرتیا له رسواکېدو له امله اوس له شاهي دندو ډډې ته کېږي.

هغه ویلي، له جفري اپسټین سره د دوستانه اړیکو له رسوا کېدو او د ناوړه جنسي کارولو او ځورولو دوسیه کې د اپسټین له محکومېدو وروسته هم د دې ملګرتیا دوام هغه څه دي چې د برتانیا شاهي کورنۍ لپاره یې "لویه ګډوډي" جوړه کړې ده.

شهزاده انډرو یوه بیان کې ویلي، د اپسټین له قربانیانو سره ژوره همدردي ښيي او دا همدردي له هغو کسانو سره هم لري چې اغېزمن شوي او د دې مسلې د پای ته رسېدو هڅه کوي.

له شاهي دندو د څنګ ته کېدو په هکله دا پرمختیا په داسې مهال ده چې شهزاده انډرو له بي بي سي سره د یوې مرکې له امله له نیوکو سره مخ شو.

نیوکګر وايي، سره له دې چې جفري اپسټین څو کاله مخکې محکوم شوی، خو دی بیا هم ترې لرې نه شو.

پر دې سربېره، د اپسټین د دوسیې یوه مدعي ویرجینیا جوفري پر شهزاده انډرو تور لګوي چې کله قانوني عمر ته رسېدلې نه وه، درې وارې یې تېری پر کړی دی.

محکمې دا ادعا نه ده منلې.

جفري اپسټین له بیا نیول کېدو وروسته بند کې مړ شول او رسمي دلیل یې ځانوژنه وبلل شوه.

د شهزاده انډرو له دې څرګندونو مخکې چې له شاهي دندو ډډې ته کېږي، ستر مخابراتي شرکت بي ټي وویل، چې له ده واټن نیسي.

شهزاده

د عکس سرچینه، VIRGINIA ROBERTS

د عکس تشریح، ویرجینیا جوفري (په منځ کې) پر ۲۰۰۱ کال له شهزاده اڼدرو

بي ټي یوه اعلامیه کې وايي، د ډیجیټل مهارتونو د روزنې پروګرام کې پر همکارۍ بیا کتنه کوي، که د دې پروګرام د ملاتړي په توګه د شهزاده پر رول بیا کتنه ونه شي.

شهزاده انډرو یوه خبرپاڼه کې ویلي: "زه به له شرط پرته له جفري اپسټین سره پر اړیکو چې په کمزوري قضاوت ولاړې وې، پښېماني وښیم".

د نوموړي په خبره، "د هغه ځانوژنې ډېرې پوښتنې بې ځوابه پرېښودې په تېره د قربانیانو، زه له دې قربانیانو سره ژوره همدري ښیم".

یوازې دا هیله کولی شم چې د وخت تېرېدو سره دوی خپل ژوند له سره پیل کړي.