انسټګرام يو لړ بدلونونه راولي
د ټولنيزو رسنيو لويه پاڼه، انسټګرام وايي هغې چاره کې بدلون راولي، چې دوی يې له مخې له زيان رسوونکو منځپانګو او بوږنوونکو توکو سره چلن کوي. دلته بریتانيا کې د يوې ۱۴ کلنې نجلۍ له مرګ وروسته انسټګرام ته پام زیات شو. د دغې نجلۍ کورنۍ وايي دې د ځان ژوبلولو او ځان وژنې په اړه د توکو له کتلو وروسته ځان وواژه. دې پېښې د نويو لارو چارو په اړه غوښتنې زیاتې کړې، او پلار يې پر ټکنولوژۍ شرکتونو غږ کړی، چې پر دغه ډول انځورونو دې بنديز ولګوي. يو يادونه دا چې دې راپور کې ښايي ځينې برخې ځينو ته خواشينوونکې وي.