د ډونلډ ټرمپ ټاکنیز ټیم دوه مالي ملاتړ کوونکي ونیول شول

د عکس سرچینه، ALEXANDRIA SHERIFF'S OFFICE
د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز ټیم دوه مالي ملاتړ کوونکي د ټاکنیزو سرغړونو په تور نیول شوي دي.
دغو دواړو د ولسمشر ټرمپ له مدافع وکیل رودي جولیاني سره اړیکه درلوده.
لېو پارناس او اېګور فرومن چې دواړه سوداګر دي د نیویارک د څارنوالۍ لخوا تورن شوي چې " امریکا کې یې په ملي او ایالتي کچه ټاکنیزو ډلو ته له بهره د پیسو لېږدولو کې ونډه درلوده" او ددې کار لپاره د پیسو په مینځلو تورن شوي دي.
د امریکا د ټاکنیزو قانونو له مخې سیاستوال حق نه لري چې د خپلو ټاکنیزو لګښتونو لپاره له بهرنیو مالي سرچینو ګټه واخلي.
اېګور فرومن په بلاروس کې او لېو پارناس اوکراین کې زېږېدلي خو اوس مهال دواړه د امریکا تابعیت لري.
دغه دواړه د ډالس په نړیوال هوايي ډګر کې مخکې له هغه نیول شوي چې د اتریش ویانا ته تلل.
دوی د پنجشنبې په ورځ د وېرېجینیا په فدرالي محکمه کې څرګند شول.د دوی مدافع وکیل جان ډووډ چې پخوا یې د ولسمشر ټرمپ لپاره کار کاوه، تر اوسه د امریکا رسنیو ته په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د عکس سرچینه، CBS NEWS
ښاغلي پارناس او ښاغلي فرومن باندې د دسیسه جوړنې، درغو او جعلي رکارډونو جوړولو تورونه هم لګیدلي.
دوی د پیسو مینځلو له لارې د امریکا د کمپاین مالي چارو قوانینو نه سرغړونه کړې ده. محکمه وايي، دوی همداراز په غیر قانوني ډول سیاسي مرسته کړې او د ټاکنو فدرالي کمېسیون ته یې دروغ ویلي.
دوی د خپلو سیاسي کارونو او د خپلو مالي سرچینو د پټولو په موخه په فلوریدا کې د انرژۍ یوه کمپنۍ چلوله. دغه دوه کسان تورن دي چې په ۲۰۱۸ کې یې د ټرمپ پلوې یوې سیاسي کمیټې ته ۳۲۵ زره ډالره مرسته کړې وه.
د کمپاینونو د مالي څار یوه بنسټ هم پر همدې موضوع شکایت کړی درج کړی و. دوی دواړو د جمهوري پالو د کمپاین لپاره په څو میاشتو کې ۴۰۰ زره ډالره مرسته کړې وه.
دغو مرسته دوی ته موکه برابره کړې وه چې د ولسمشر ټرمپ په ګډون د جمهوري پالو له مشرانو سره لیدنه وکړي.
دوی همداراز تورن دي چې په اوکراین کې د امریکا د سفیر د ګوښه کولو لپاره یې د کانګرس یو نامعلوم کس ته د زرګونه ډالره مالي مرسته برابره کړې وه چې د امریکا دولت وهڅوي چې دغه کار وکړي.








