د ۱۸ پېړۍ تاج خپل کور ته استول کېږي

سیرک

د عکس سرچینه، AFP/GETTY

د عکس تشریح، سیرک اسپو(کیڼ لور ته) او ارتور برنډ وايي دوی د ایتوپیا حکومت ته په تمه دي چې دا تاج ترلاسه کوي.

د ایتیوپیا د ۱۸ پېړۍ تاج- چې د ۲۱ کلونو لپاره یوه کور کې پټ ساتل شوی و- بېرته خپل کور ته استول کېږي.

ایتوپیايي سیرک اسفو چې د ۱۹۷۰ کلونو وروستیو کې هالنډ ته وتښتېد د یوه مېلمه بکس کې دا تاج ولید او پوه شو چې غلا شوی دی.

د سلاکارۍ مرکز دا تاج تر هغه وساته چې باوري شي کور ته خوندي رسېږي.

هغه بي بي سي ته وویل: "بالاخره دا ښه وخت دی چې دا تاج خپلو څښتنانو ته واستول شي، د دې تاج څښتنان ټول ایتیوپیایان دي."

دا تاج د هغه شلو تاجونو له ډلې دی چې لا هم شته.

په دې تاج د عیسی مسیح، خدای او سپېڅلي روح او همدارنګه د عیسی د شاګردانو یا مریدانونه انځورونه دي او سلګونه کلونه پخوا ځواکمن ټوپکي یا جنګسالار ویلډ سیلېس یوې کلیسا ته د ډالۍ په توګه ور کړی و.

کور ته تر ستنېدو پورې به دا تاج لا هم خورا سختو امنیتي تدابیرو کې ساتل شوی وي.

د تاج د ورکې کیسه

تاج

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا تاج تراوسه د هالنډ په یوه خورا خوندي ځای کې ساتل کېږي.

ښاغلی سیریک پر ۱۹۷۸ کال له کمونېست حکومت یا "درګ" نه- چې پر ۱۹۷۴ کال واکمن شو- د سیاسي ځپنې له امله وتښتېد.

دغه رژیم د "سور ترور" په نوم د تاوتریخوالي څپه پیل کړه، چې پکې زرګونه کسان ووژل شول او ډېر جلا وطن شول.

پخواني ګډوال په روتردام کې له ۱۹۸۰ تر ۱۹۹۰ ایتیوپايي کډوالو کوربه و.

هغه وایي: "ملګري، کډوال او نور یو له دغو لیدونکو یا اوسنیو کډوالو له ده سره پر ۱۹۹۸ کال اوسېده چې خپله بکس کې دا تاج هم ور سره و."

"ډېر خلک د کلتوري میراث په فکر کې نه دي، خو زه ایتوپیا ته ژمن یم."

ښاغلي سیرک له دې سړي سره مقابله وکړه او ټینګار یې وکړ چې تر هغه به یې نه پرېږدي چې دا تاج خپل کور ته استول شوی نه وي.

پر انټرنېټ له مرستې غوښتلو وروسته، چې هېڅ ګټور ځوابونه یې ترلاسه نه کړل، هغه پرېکړه وکړه چې دا تاج به تر هغه ور سره ساتي چې کور ته یې د استولو مناسب وخت نه وي رسېدلی.

"تاسو داسې حالت کې حیرانېږي، نه پوهېږئ چې څه ووایئ او څه وکړئ، یا یې وسپارئ او په دې هم وېرېږئ چې ممکن هالنډ حکومت یې ضبط کړي."

ابي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ابي احمد د ۲۰۱۸ کال اپرېل کې لومړی وزیر شو.

خو تېر کال چې ټاکنو سره ابي احمد لومړی وزیر شو او پخوانی رژیم له منځه لاړ، ښاغلي سیرک احساس کړه چې اوس ادیس ابابا ته د ایتیوپیايي تاریخ د یوې برخې استولو سم وخت دی.

کله چې سریک دا تاج ترلاسه کړي، نو د لرغونپوه ارتور برنډ سره خبره کوي او هغه ورته وايي، که داسې یې ساتې نو دا تاج به له منځه لاړ شي.

"زه په دې هم ډارېدم چې دا خلک به راشي او له ما به تاج یوسي."

له هالنډي پولیسو سره له تماس وروسته دا تاج خوندي ځای ته لېږدول کېږي او تر اوسه ساتل کېږي.

اوس دواړه سریک او برنډ د ایتیوپیا حکومت ته منتظر دي چې له هالنډي چارواکو سره تماس ونیسي او دا تاریخي اثر خپل هېواد ته ستون کړي.

سیرک دغه تاج ته د یووالي د سمبول په سترګه ګوري او هیله لري چې ټول ایتیوپایان به دا تاج ولمانځي.