جرمني ولې کارګرو کډوالو ته قانون اسان کړ؟

مهاجرت

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, مریم انصاري
    • دنده, خبریاله

کلونه کېږي چې جرمني کې د بې کارۍ کچه پرلپسې ټیټېږي، خو بیا هم د دغه هېواد د کار بازار د مسلکي او متخصص کارځواک له سخت کمښت سره مخ کېږي.

کومو برخو کې کمښت شته او د دا ډول کارځواک د جذبولو لپاره د جرمني د کډوالۍ قانون څه ډول بدل شوی دی؟

جرمني داسې قانون تصویب کړی چې له اروپايي ټولنې بهر هېوادونو ته یې هم ور پرانیستی او کار غوښتونکو ته یې نوي امکانات برابر کړي دي. دا قانون په ۲۰۲۰ کال کې پیلېږي.

تېر کال ۸۰ سلنه کار اقتصادي برخه کې تش پاتې شو. د دې کار لپاره د کسانو موندل یا ډېر سخت وو یا هم هېڅ نه وو.

دا هرڅه د جرمني د اقتصاد موسسې یا کلني رپوټ کې راغلي. په دغه رپوټ کې دا جالبې شمېرې هم دي چې له ۲۰۱۰ کال یانې نهه کاله مخکې جرمني کې بې روزګاره خلک ۹ میلیونه وو او تش کارونه ۲۱۵ زره، خو تر تېر کال د بې روزګارو شمېر له نیمايي لږ ډېر یا اته لکه پنځوس زره او تش کارونه تر پنځه لکه او دا هغه څه و چې جرمني خپل قانون بدل کړ.

دا کومې برخې دي؟

مهاجرت

د عکس سرچینه، Getty Images

د دې موسسې کارپوهه سارا پیرنبرګ وايي، د برېښنا، میکانیک، مکاترونیک، طبیعي علومو او همدارنګه د روغتیا او هم د بوډاګانو کورونو کې د خدمت لپاره سخته اړتیا ده او دې برخه کې کاري ځواک کم دی.

جرمني د دې اړتیا د ځوابولو لپاره څو پړاویز پلان لري چې هم مختلفو برخو کې جرمنانو ته زدکړه، د کورنیو په ګټه د قوانینو ښه کول او هم له اروپايي ټولنې او جرمني بهر له نورو هېوادونو د کاري ځواک منل شامل دي.

د دې قانون یو مهم ټکی دا دی چې که څوک پوهنتوني زدکړې لري او که چا په عملي ډول کار زده کړی وي، د دواړو لپاره یې شرایط او امکانات یو شان کړي دي، ځکه مختلفو برخو کې د کاري ځواک کمښت تر هغه ډېر دی چې د پوهنتوني زدکړو په کسانو پوره شي.

د جرمني د کار بازار ته د ننوتلو شرطونه

مهاجرت

د عکس سرچینه، Getty Images

نوي قانون کې دا شرط له منځه تللی چې کاروال یا کار ور کوونکی یوازې هغه مهال له جرمني یا اروپايي ټولنې بهر یو کس د کار لپاره ګومارلی شي، چې دلته وړ کس نه وي. اوس یوازې کار غوښتونکي ته د خپل اړوند کار تړون او اړین سندونه پکار دي چې سویه او د تحصیلي څانګې وضعیت او مسلک یې وښيي.

خو له جرمن ژبې سره بلدتیا هم ضروري شرط دی.

سارا پیرنبرګ وايي: "د کار غوښتونکي د زدکړې څرنګوالی او تحصیلي سندونه د جرمني د زدکړو معیار سره برابرېږي. که دا شرایط برابر وي، نو د هر هېواد وګړی د جرمني یا اروپايي ټولنې د یوه وګړي په څېر د دغه هېواد بازار ته ننوتلی شي".

اسانتیاوې او شونتیاوې

مهاجرت

د عکس سرچینه، Getty Images

د جرمني د کډوالۍ نوی قانون داسې برابر شوی چې ان که کار غوښتونکی د کار تړون نه لري او لا یې سندونه د جرمني د زدکړو له معیار سره برابر نه وي، بیا هم د کار ترلاسولو امکان لري.

د ساري په ډول کار غوښتونکی جرمني کې شپږ میاشتې استوګنې اجازه ترلاسولی شي، چې پکې کار پیدا کړي.

خو په دې شرط چې دغو کلونو کې خپل لګښت برابر کړي، ځکه نوموړی اونۍ کې له لسو ګړیو د ډېر کار وخت نه لري او نه هم لګښت ور کول کېږي.

د جرمن شرکتونو سلاکار باستین محمودي د کاري ځواک ګومارلو او کډوالۍ برخه کې تر نورو هېوادونو په جرمني کې د ډېرو امکاناتو خبرې کوي:

"که د سندونو یوه برخه هم دلته ومنل شي، نو جرمني کې دا چانس لري چې د زدکړو له لارې پاتې سندونه معیاري کړي او د کار بازار له شرایطو سره ځان برابر کړي".

هغه زیاتوي، له ۲۵ کلونو کم عمره کسان چې جرمن ژبه یې ښه زده کوي دا چانس لري چې د یوې ښوونیزې دورې لپاره جرمني ته لاړ شي.

له ۲۵ کلونو ډېر عمره کسان که په یوه ښوونیزه دوره کې د ګډون لپاره له یو شرکت سره تړون ولري، نو جرمني ته تللی شي.

د هغې په خبره، د دواړو لپاره په ټاکلې کچه جرمن ژبه مهمه ده، خو د دویمې ډلې لپاره ان دا امکان شته چې د تړون لرلو صورت کې جرمني کې ژبه زده کولی شي.

د اروپا د ابي کارت اخیستلو شرطونه

مهاجرت

د عکس سرچینه، Getty Images

د جرمني د کډوالۍ نوي قانون کې متخصصان د اروپايي ټولنې د ابي کارت اخیستلو چانس لري او د هغه له مخې د څلورو کلونو لپاره د اروپايي ټولنې هره برخه کې استوګنه ترلاسولی او کار کولی شي.

د کارت بله ښېګڼه دا ده چې کارت لرونکی د کورنۍ د غړو لپاره هم استوګنه یا اقامه ترلاسولی شي او د کار بازار ته تیارولی شي.

دا کارت د څلورو کلونو لپاره وي، خو ځانګړو شرطونو سره یې جرمني کې وخت زیاتېدلی یا دایمي کېدلی شي.

خو دا کارت هغه وخت ترلاسېدلی شي، چې د جرمني له یوه پوهنتون سند ولرې یا هم داسې زدکړې ولرې چې د جرمني له معیار سره برابرې وي.

جرمني کې ولې کارځواک کم دی؟

مهاجرت

د عکس سرچینه، Getty Images

یو لامل دا دی چې د جرمني وګړي کمېږي او اټکل دی چې تر ۲۰۵۰ کال جرمني له لس میلیونه کارځواک له کمښت سره مخ شي. بل لامل هم دا دی چې ډېری جرمن کورنۍ لېوالتیا نه لري، چې بچی یې مسلک زده کړي.

له ۲۰۱۵ کال راهیسې جرمني ته یو نیم میلیون کډوال ننوتل، له دوی نږدې څلور لکه د کار بازار ته جذب شوي، خو ډېری په خدمتي برخه کې بوخت دي.

باستیان محمودي وايي، د جرمني د کار بازارت ته ننوتل هم ساده خبره نه ده، ځکه دا اټکل کېږي چې دا کډوال له کوم هېواد دی، بل د متخصصو کسانو کچه پکې توپیر لري. ډېر متخصص کسان هم پکې نشته.

بل دا چې ممکن د ځینې کډوالو پنالیک منظور نه شي او له جرمني واېستل شي، ځکه شرکتونه ور باندې د اوږدمهال لپاره د کارځواک په ډول باور نشي کولی.

کاري او ټولنیز حالت

مهاجرت

د عکس سرچینه، Getty Images

څوک چې له کلونو راهیسې جرمني کې کار کوي، د کار د سختي او ځیرتیا خبره کوي.

مازیار زمانزاده د میخانیک برخه کې انجینر دی، تهران کې یوه جرمن شرکت وګوماره او بیا یې له کورنۍ سره جرمني ته ولېږداوه.

دی وايي، دلته له راتلونکي، تقاعد او د ماشومانو له زدکړو بې غمه یې، خو د کار فشار ډېر دی.

نوموړی وايي، جرمني لا هم د کاناډا، اسټرالیا یا امریکا په څېر کډوال منلو ته تیار شوی نه دی او دا لویه ننګونه ده.

دغه انجینر زیاتوي، بایرن ایالت کې چې اوسنی حالت ډېر ساتنپالی یا محافظه کار دی. خلک په اسانه در سره اشنا کېږي نه، ژبه یې سخته ده. دوی تمه لري چې سر تر پښو باید جرمن اوسې، بې لهجې خبرې وکړې.

خو زیاتوي تر هغو کسانو یې وضعیت ښه دی چې د جرمني ختیځ کې اوسېږي.

نوموړی درنې مالیې ته هم اشاره کوي او وايي د یوه خورا ښه انجینر لپاره هم دا سخته ده چې لوکس ژوند ولري.