پاکستان کې د زلزلې ورانی

د عکس سرچینه، EPA
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد، لاهور، پېښور او د پاکستان واکي کشمیر په ګډون د دغه هېواد شمالي سیمو کې د سې شبنې په ورځ زلزله شوه، چې لس کیلومتره ژوره وه.

د عکس سرچینه، EPA
د زلزله پوهنې مرکزونه وايي، چې دا زلزله ۵،۸ ریکتر وه او مرکز یې د پنجال له جیلم ښار پنځه کیلومتره لرې و. کله چې لاهور کې د زلزلې ټکان پیل شو، نو خلک له ودانیو ووتل.

دا میرپور کې د موټرو د بارګین منظره ده.

د زلزله پوهنې له مخې د دې زلزلې ژوروالی لس کیلومتره دی.

د عکس سرچینه، EPA
د پاکستان د پوځ ویاند تورنجنرال اصف غفور خپل ټوېټ کې لیکلي، چې د پوځ مشر له ولسي ادارو سره د مرستې امر کړې دي. له هوايي او طبي مرستو سره یې پوځي ټولي هم استولي دي.

د عکس سرچینه، Twitter/@melange_tv
اېڼ ډي اېم ای مشر جنرال محمد افضل وايي، لا هم کړکېچ دومره ډېر نه دی چې رضاکارو ته اړتیا شي.

د عکس سرچینه، Twitter/@melange_tv
د پاکستان د هواپوهنې ادارې له خوا رپوټ کې ویل شوي چې دا زلزله له جیلم پیل شوې وه.

د عکس سرچینه، Twitter/@melange_tv
له زلزلې سره نږدې سیمه دل جبه ده، ترسټ فالټ او او بیا راوت فالټ دی چې یو د بل په څنګ پراته دي.

د عکس سرچینه، Twitter/@melange_tv
کارپوهان وايي، تر ۲۴ ګړیو به د زلزلې وړې جټکې روانې وي.








