تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي کې د تېلو پر چاڼځیو'د ایران له خاورې برید' شوی
امریکايي چارواکي وايي ایران کې یې هغه مشخص ځای مالوم کړی چې د شنبې پر ورځ ترې سعودي کې د تیلو پر چاڼځایونو بریدونه شوي. د سي بي اېس شبکې په وېنا تر شلو ډیر درون او کروز توغندي تري توغول شوي. ایران بیا ټینګار کوي چې بریدونه یمن کې حوثي یاغیانو کړي. بریتانیا کې د سعودي نوي سفیر بیا د خپل هېواد د تیلو پر سکتور برید ته په غبرګون کې وېلي د یوې بلې جګړې پېل به د سېمې لپاره وروستی غوراوی وي.