د کاتولیکانو مذهبي مشر نیم ساعت لفټ کې بند پاتې و

پاپ

د عکس سرچینه، AFP

د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس اونیز عبادت ته د ناوخت رسېدو له امله بښنه غوښتې او ویلي یې دي چې لفټ یا برېښنايي پوړۍ کې بند و.

دا ۸۲ کلن مذهبي مشر وايي، د برېښنا تللو له امله ۲۵ مینټه پوړۍ کې بند و، چې اور وژونکو خوشی کړ.

نوموړي د عبادت له پیلولو مخکې په موسکا خلکو ته وویل:

د ناوخت راتلو له امله بښنه غواړم.

هغه بیا له خلکو وغوښتل چې د اور وژونکو د ستایلو غږ پورته کړي.

خلکو ته یې وینا کې زیاته کړه، چې د برېښنا د کمښت له امله پوړۍ یا ځینه ودرېدله.

"د خدای شکر، اوروژونکي راغلل، زه یې ډېر منندوی یم، له ۵۰ دقیقو کار وروسته یې هر څه سم کړل او لېپټ بیا کار پیل کړ".

د فرانس خبري اژانس رپوټ وايي، هغه تلوېزونکي چینلونه چې عبادت ژوندی خپروي، د پاپ ځنډېدلو اندېښمن کړي وو او فکر یې کاوه چې د روغتیايي ستونزو له امله به وي.

پاپ خپله وینا کې دا هم ویل چې راتلونکې میاشت به لس نوي رومن کاتولیک کارډینال اعلان کړي.